وسله وال مخالفان په يوه قوم او قبيلې پورې اړه نه لري
سلام خان سلام خان

د افغانستان د سولې عالي شورا ۱۵کسيز پلاوی دنوموړی شورا دمشر برهان الدین ربانی په مشرې له وسله والو مخالفانو سره د خبرو اترو او د پاکستان د حکومت د همکارۍ جلبولو په موخه د پاکستان له څو ورڅنی سفر وروسته وخپل هیواد ته راستانه شول ،  ددغه پلاوي غړو د پاکستان له ولسمشر، لومړي وزير، دپاکستان دفوځ دمشراو نورو چارواکو او سياستوالو سره وکتل او ددواړو هیوادونو ترمنځ دیوی ګډی دهمکاری دکمیټی پرجوړه ولو موافقه سره وکړه چی تمه ده ډیر ژر په خپل کار باندی شروع وکړي.

استاد برهان الدين رباني د سولې عالي شورا له وياند او د دارالانشاء له رييس سره يوځاى په کابل کی د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل، چې د سولې شورا پلاوي په پاکستان کې د هغه هېواد له جګپوړو حکومتي چارواکو، د پارلمان له رييس، په پارلمان کې د بېلابېلو سياسي ګوندونو له استازو، مذهبي مشرانو او پوځي چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

رباني دا رد کړه، چې ګني د سولې عالي شورا پلاوي له پاکستان سره د جرګه ګۍ پر جوړاوي موافقه کړې ده. ده زياته کړه: ” مخکې داسې ټاکل شوې وه، چې يوه جرګه ګۍ جوړه شي. هغه مهال داسې باور و، چې پښتانه قبايل ستونزې لري او دا له حکومت سره تړاو نه لري، خو اوس دا درک شوې، چې وسله وال مخالفان په يوه قوم او قبيلې پورې اړه نه لري، بلکې له بېلابېلو ډلو او هېوادونو جوړ دي، ځکه خو د سولې عالي شورا د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ کمېټې پر جوړولو اقدام وکړ

لکه څرنګه چی ځرګنده ده د افغانستان خلکو له درې لسیزو راهيسې جګړې او بدختۍ لیدلې دي، خو اوس زموږ خلک له جګړې سره حساسیت لري او دوى دایمی سولې ته لیواله دي، که پاکستان په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو او له مخالفینو سره د خبرو اترو په برخه کې د زړه له تله مرسته وکړي، ښايي په دې برخه کې د افغان حکومت پیل شوې هلې ځلې هم ښه نتیجه ورکړي

 د پاکستان له جګپوړو چاوراکو سره د سولې عالي شورا د پلاوي ليده کاته او سفر ارزښتناک دى او دغه سفر به مثبتې پايلې هم ولري، د دغه سفر ارزښت په دې کې بلل کېږي، چې د دغې شورا غړو به په مخامخ توګه له پاکستان نه له مخالفینو سره د خبرو او بیا پخلاینې په برخه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړی ده، دا لمړی ځل دي چی له مخالفینو سره دخبرو او په افغانستان کی دسولی دراوستو په هدف دافغانستان دسولی دعالی شورا غړې وپاکستان ته سفر کوې،خو دغه سفر هغه وخت لا ښی پیلی درلودای شي چی دسولی شورا پاکستان دی ته متقاعد کړې چی باید دطالبانو دکويټي دشورا سره مخامخ خبرو ته کښینې او هم دپاکستان د،ای،ایس،ای څینی پخوانی جنرالان او ددغه سازمان موجوده چارواکی دی ته اړ کړی چی دافغانستان پر وړاندې له پټو غرض الودو لاسوهنو او حرکتونو لاس واخلې او په افغانستان کی دسولی په راوستوکی صادقانه خپلو مرستو ته دوام ور کړې،سیاسی کار پوهان اود نظر خاوندان لاتر اوسه دپاکستانی مقاماتو دخبرو او دعمل ترمنځ وفاصلی ته دشک او تردید په ستر ګه ګورې،دپاکستانی مقاماتو ویل همیشه یوځه ولی عمل بل ځه وې.

د طالبانو د حکومت پر  مهال په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف  دطالبانو سره دسولی پرخبرو او ځینی نورو اړونده موضوعاتو په باب ځانګړي مرکه کړي ده او دمرکه کونکی (میرویس جلالزی) پښتنوته یی په لاندی توګه جواب ویلې دي .

  پوښتنه: تاسو په پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ  پر  مهال د سفیر دنده لرله، په دې ورستیو کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په اړه بحثونه تاوده سوي ایا په اوسنیو شرایطو کې تاسو د دغو دوو اړخونو تر منځ د سولې شونتیا وینې که څنګه: ملاعبدالسلام ضعیف: زما په فکر سوله یو اړین ظروت دی، په افغانستان کې ،  په نړۍ کې  او په ټوله دنیا کې

دا مسله اوس نړۍ درک کړي چې که په افغانستان کې سوله نه وي نو په سیمه کې به سوله نه وي او بیا به په ټوله نړۍ کې سوله نه وي

 زما فکر دا ده ډير هغه خلک چې پوهیږي چې سوله څومره ارزښت لري هغوي د سولې طرفداران دي

تیر ډیره بریده د دې مشکل کلي له امریکا سره ده، امریکا یو قوي او په عین وخت کې یو جابر اوحاکم قوت دی، دلته د امریکا په وجود کې د افغانانو استقلال او موجودیت مانا نه لري،  تر څو چې امریکا خپل دریځ بدل نه کړي د افغانانو هڅي نتیجه نه لري، امریکا  تر اوسه پوري په واضح دول دجنګ ستراتیژي سولې ته نده اړولي

 پوښتنه: امریکا په دې ورستیو کې ویلی چې په افغانستان کې د سولې د خبرو ملاتړ کوي او انګلیس او نورې نړۍ هم دا خبره کړي چې د سولې په لاره کې د افغان حکومت د سولې ملاتړ کوي نو تاسو څرنګه ویلای شي چې امریکا او نوره نړۍ دلته سوله نه غواړي

ملاعبدالسلام ضعیف:  دلته د افغانستان د سولې خبري څه مانا لري، تاسو وګورﺉ د سولې خبرې دلته په دې مانا دي چې هغه مقاومت چې له بهرنیانو سره روان دی هغه باید مات سي او نوره مانا نه لري

افغان حکومت په خپله تر سیورې لاندي دی چې ایا مستقل دی که غیر مستقل ایا ګوډاګی دی که د افغانانو حکومت

که چیرته د افغانستان انتخاباتو ته وګورو نو  داسي و نه سول چې داسي کسان راسی چې د خلکو استازي توب وکړي په دغو انتخاباتو کې ریشخند جوړ سو، دلته به یو حکومت وي چې یو تحمیلي حکومت دی، دغه حکومت د امریکا له لوري جوړ سوی او د امریکا تر یرغل د هغوي په مرسته جوړ سوی دی

دلته د حکومت مشکل له طالبانو سره دومره ندی چې له هغوي سره دخارجیانو مشکل دی. بهرني ځواکونه او د هغوې کړنې دلته نه د افغان دولت او نه هم د طالبانو  په کنټرول کې دي او  دغه مشکل دی چې امریکا غواړي دغه ستونزه د افغان ادارې په غاړه واچوي  که چیرته افغان اداره منطق ولري او پوهه ولري دغه دروند او له جنایته ډک مسولیت په خپل ځان باندی وانچوي.

 پوښتنه: ایا داسي یوه مرجعه موجوده ده چې افغان دولت ورسره خبري وکړي د طالبانو له اړخه  ایا هغوي ادرس لري

ملاعبدالسلام ضعیف:  نه، همدا ستونزه ده، بهرنیانو په افغانستان کې وضعیت داسي کړی چې د طالب لپاره نه د هغه په کور، نه په افغانستان او نه په پاکستان او نه نړۍ کې ځای سته، د هغوی کور نړیدلی دی او له ملک څخه فرار سوي دي او د هغوي د ژوند ګرنټي نه لري او د هغوي په سر باندي انعامونه ایښودل سوي دي

 پوښتنه: ترکیه وایې چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو کوربه توب کولای سي ستاسو فکر په دې اړه څه دی؟

ملاعبدالسلام ضعیف:  خبري مانا نه لري، تر هغه چې یو تظمین نه يې او د طالبانو یو مستحکم آدرس نه وي، او هغه خنډونه چې د خبرو په لاره کې دي لري سوي نه وي، او د افغانستان راتلونکی تظمین سوي نه وي زما په فکر دا خبري په ترکیه او یا بل ځای کې مانا نه لري، یو څوک به څرنګه طالبان داسي ځایونو ته واستوي چې خبري وکړي په داسي حال کې چې بیرته راسي او ونیول سي

 پوښتنه: که ملګري ملتونه او یا د ترکیې هیواد طالبانو ته د یوې نمایندګۍ تظمین ورکړي  ایا طالبان به یې ومني

ملاعبدالسلام ضعیف: زما په فکر ښایې هغه ځای د یوه څو کسانو لپاره وي، هغه کیدای سي چې طالبان په یو ځای کې وي، یوازي په نمایندګۍ طالبان بسنه نه کوي هغوي باید د یوه سیاسي مخالف  تنظیم په توګه وپیژندل سي، که چیرته افغان دولت دغه اپوزیشن په رسمیت وپیژني دا به طآلبانو ته یو ډول د خوندي توب تظمین ورکړي او بیا کیدای سي چې له هغوي سره خبري وسي، او دا چې طالبان یو څو کسان ترکیې ته واستوي او ترکیه یې تظمین وکړي او هغوي بیرته راسي دا کار ګټه نه کوي او دا یوه غولونکي هڅه ده

 پوښتنه: تاسو وویل چې طالبان باید د یوې سیاسي مخالفي ډلي په توګه وپیژندل سي که چیرته افغان حکومت دې کار ته غاړه کیږدي ایا شونې ده چې طالبان د کابل  حکومت هغه غوښتنې و منې چې یوه یې له القاعدې ډلي د هغوي بیلوالی دی؟

ملاعبدالسلام ضعیف: زه فکر نه کوم چې دا کار دي اوس د افغان دولت او طالبانو تر منځ وي، زه دا نه وایم چې افغان دولت دي هغوي په رسمیت وپيژني، افغان حکومت مطرح ندی دلته دوه طرفه دي یو بهرنیان دي چې افغانستان یې نیولی او بل لوری طالبان دي، حکومت خو د امرکیا له لوري جوړ سوی دی، زه فکر کوم چې طالبان د حکومت غوښتنې نه سي منلای، د دې مشکل  حل د افغان دولت تر سویې لوړ دی او دا ستونزه نړیواله ګرنټي غواړي، افغان ولسمشر حامد کرزی او د هغه ملګري د سولې خبرو ته ډیر لیواله دي، خو چون د دې لپاره هیڅ ګرنټي نسته او طالبان دغه کار ته لبیک نه وايي، طالبان له دنیا سره مشکل لري او د دنیا له لوري باید هغوي ته تظمین ورکړ سي

 پوښتنه : ۲۰۱۰ کال پای ته ورسید، ایا دا کومي هڅي چې په همدې کال کې د سولې  د راتګ لپاره د افغان دولت له لوري تر سره سوي ایا  دا له هیڅ سره برابري دي؟ ملاعبدالسلام ضعیف: زه خو یې برابري نه بولم هغه څه چې په دې لار کې سوي هغه ته راته ووایه؟ پوښتنه: افغان دولت وایې چې په همدې کال کې دوي د طالبانو له یو شمیر  مشرانو سره کتلي دي، په یو شمیر سیمو کې طالبانو  ښونځي پرانیستلي او ورته داسي نور کارونه ایا دا د سولې  په لاره کې د افغان دولت د هڅو مثبتې علامې نه دي؟

ملاعبدالسلام ضعیف: د سولې کمیسیون چې ټاکل سوی هغوي دا کار ندی کړی، دا کار که کړی هغه افرادو کړی، زه فکر نه کوم چې د سولې شورا کسان دي تر اوسه له طآلبانو سره مخامخ سوي وي او یا دي له هغوي سره خبري کړي وي.

 پوښتنه: په پای کې ښاغلی ضعیف که چیرته د افغانستان  ټولي چارې تاسو ته وسپارل سي تاسو به د سولې لپاره کوم  کارونه وکړي؟

ملا عبدالسلام ضعیف: خدای دي ماته دا واک نه راکوي، دا یو ګران مسولیت دی، زما په فکر که زه اختیار ولرم د سولې په برخه کې به  لومړی د افغانستان د خپلواکۍ لپاره هڅه وکړم، تر څو چې افغانستان مستقل نه وي هیڅ دا ستونزه نسي هواریدلای، تر هغو پوري چې ښکیلاک ګر دلته هډي ولري دا ممکنه نه ده چې د سولې لپآره دي افغانانو سرونه ټیټ کړي، دوهم شی چې په کار دی هغه د ټولو افغانانو یو متقابل درناوی او زغمل په کار دی، که چیرته دا کارونه وسي افغانانان له جګړې  څخه ستړي سوي دي او په خپله یو له بل سره سوله وکړي.

رپوټونه وايي، چې د سولې عالي شورا هیئت د د  حزب اسلامي له پلاوي سره کتلي او دغه پلاوي خپله د سولې طرح بیاهم په ۱۵ مادو کی دملی میٍثاق په نامه یوځل بیاهم  دافغانستان دولت ور سپارلې ده،پاې


January 13th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات